د فارمسي چارو د لوې ریاست انترنتی پانی ته ښه راغلاست

روغتیایي خدمتونه د ټولنې د خلکو په روغتیا او همدارنګه د هېواد په پرمختیایي او اقتصادي چارو کې د هغوی په ګډون کې رغنده ونډه لري او د دې تر څنګ درملو او نور طبی محصولات له تخنیکي او بودجوي اړخه د روغتیایي خدمتونو یوه بنسټیزه برخه بلل کېږي. دغه مهمې کړنې/ موخې ته لاس رسی پیدا کول او همدارنګه له څرنګوالي، اغېزمنتیا او مصؤنیت څخه یې ډاډ د فارمسي چارو اړوندو بنسټونو د شپې او ورځې هڅو ته اړتیا لري.

له نېکه مرغه د تېرو کلونو په ترڅ کې په ځانګړې توګه د فارمسي چارو لوي ریاست له رامنځته کېدو وروسته با کیفیته، مؤثره، مصؤنه او بازار ته له واردولو مخکې د اهتماماتو له لارې مطالعه او ثبت شوې په مناسبه بیه درملوو ته د خلکو لاس رسی، دوامداره څارنه او سروې ګانې تر څو د درملوو کیفیت خوندي او تقنینیي احکام تطبیق او حتی د ناروغ لخوا معقوله ګټه اخیستنه او همدارنګه د درملو خوړلو د عوارضو موندلو له پاره لومړنيو اهتماماتو په برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه او لاسته راوړنې رامنځته شوې دي. دغه هڅې د تقنیني اسنادو د تدوین، د فارمسي اړوندو چارو د تنظیم له پاره د یوه منظم چوکاټ رامنځته کول او همدارنګه د فارمسي په سکټور کې د منظمو خدمتونو وړاندې کولو له لارې تر سره شوې دی. د یادولو وړده چې دغه لاسته راوړنې زموږ د ټولو کارکوونکو د هڅو پایله ده چې په رښتیا هم د ستاینې وړ ده.


له بده مرغه د دې لاسته راوړنو تر څنګ زموږ معلومات او د درملو سکټور د اوسني وضعیت څېړنه ښیي، چې تر اوسه هم د درملوو د کیفیت د تضمین سیستم کمزورتیا او همدارنګه ګډوډي، د مسؤلیت نه قبلول او په هېواد کې د درملو اړونده چارو د تنظیم په برخه کې د موازي ادارو شتون چې په پایله کې یې د هېواد د درملوو په بازار کې د کیفیت د کنټرول ټسټ له مخې شاوخوا ۹ سلنه بې کیفیته دوا شتون لري. برسېره پر دې د زیاتو شواهدو له مخې د هېواد په درملو بازار کې زیاته سلنه قاچاقي درملو هم موجوده ده. له اړتیا زیاته دغه لوړه سلنه په پای کې د درملو د ناسمې ګټې اخیستنې، د درملو اړخیزی عوارضو د زیانونو زیاتوالی، د میکروبونو او ضایعاتو مقاومت او همدارنګه د بیو د لوړوالی سبب ګرزي.

که څه هم د نورو اړونده علومو په څېر د فارمسي پوهه هم د پرمختګ په حال کې ده، مګر تقلب او ننګونې هم ورسره یو ځای پېچلې کېږي. همدارنګه په ټولیز ډول د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو سیستم هم د پرمختیا په حال کې دی او وړاندې کوونکي( عرضه کوونکي) یې له پخوا څخه په ښه توګه د ډاډ وړ، اغېزمنې او همدارنګه د مناسبې او وړ بیې غوښتونکي دي. نو د نړۍ د اوسنیو معیارونو پوره کولو له پاره د یوه منظم او سختګير سیستم رامنځته کول، د اعتبار پیدا کېدو لامل ګرزي او د هېواد صنایع درملوو له ملي پولو اړوي. نو دې موخې ته د رسېدوپه تړاو د عامې روغتیا وزارت د هېواد د فارمسي چارو د تنظیم له مؤثر تطبیق څخه ډاډ تر لاسه کولو له پاره د فارمسي چارو لوي ریاست د تدریجي تغییر او پرمختیا په برخه کې د یوې جامع، پیاوړې او په ځان بسیا ادارې په توګه رامنځته کولو ته ژمن دی تر څو په سمه توګه وکولی شي چې د درملوو اړوند چارې تنظیم کړي.